افغان فوټبالر مصطفی ځاځی د فرای يونائټيډ لوبډلې سره لوبېږي
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې د دغو سیالیو په تېر پړاوو کې ښاغلي ځاځي د چاچوګنجسو لوبډلې لپاره لوبه کوله.
د فوټبال فدراسیون په خبره، د شمالي تایلنډ د فوټبال درېیم لیګ سیالیو په تېر پړاوو کې مصطفی ځاځی ښه وځلېد او د يونائټيد لوبډلې د مشرانو پام يې ځانته واړوو.
د فرای لوبډلې په خپله رسمي وېبپاڼه کې لیکلي چې د دغه نوښتګر هافبک لوبغاړي په اخېستلو سره غواړي د شمالي تایلنډ له درېیم لیګ سیالیو نه دوهم ته لار پيدا کړي.