فوټبال شوار: قطر د فوټبال نړيوال جام د ويټو کولو حق لري
د دغې شورا مشر جاني اینفانټینو په خپلې وروستۍ مرکې کې ویلي، د فوټبال نړیوال جام کې د لوبډلو د زیاتولو له طرحې ملاتړ کوي، خو قطر له مخکې لاسلیک کړي تړون له مخې حق لري چې په خپل کوربهتوب نړیوال جام کې د لوبډلو د زیاتولو دا وړاندیز رد او ویټو کړي.
د فیفا مشر ویلي، فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د نورو ۱۶ لوبډلو اضافه کول په دې معنی دي چې قطر نورو لوبغاليو، هوټلونو او نور ټرانسپورټ ته اړتیا لري چې د قطر حکومت ته په یوازې ځان پوښتنې پيدا کولای شي.
۸ کاله مخکې خلیجو هېوادونو قطر ته د ۲۰۲۲ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو کوربهتوب ورکړ چې د فساد له تورونو سره ـ سره قطر د فوټبال نړیوال جام سیالیو لهپاره خپلې تیارۍ روانې ساتلي دي.