په فراه کې د ملي اردو پنځه سرتېري له طالبانو سره یوځای شوي
ښاغلي غوثالدین نن د ازادي راډیو خبریال ته په فراه کې وویل چې ابتدايي څېړنو څرګنده کړې چې دې کسانو له پخوا له وسلهوالو طالبانو سره ارتباط درلود.
د هغه په وینا، دا عسکر د هرات د شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي وو او له خپل قوماندان سره تر لفظي شخړې وروسته، طالبانو ته ورغلي دي.
ذبیحالله مجاهد چې ځان د وسلهوالو طالبانو ویاند معرفي کوي، دا خبر تأیید کړی دی.