د فراه چارواکو د پرچمن د سقوط په اړه د طالبانو ادعا ردکړه
د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب نن ازادي راډیو ته وویل چې پر پُرچمن ولسوالۍ وسله والو طالبانو برید کړی، خو د امنیتي ځواکونو د ځوابي بریدونو په نتیجه کې وسله وال طالبان له سيمې تښتېدلي دي.
ښاغلي محب دا هم ویلي، په سیمه کې کافي ځواکونه موجود دي، تازه ځواکونه هم رسېدلي او سیمه بشپړه د حکومت په ولکه ده.