G-7 هېوادونو د امریکا د خزانې پر وزیر سخت انتقادونه وکړل
د امريکا متحده ايالتونو د خزانې وزير سټيف منوچن د امريکا له خوا د فولادو او المونيمو پر وارداتو د نويو ګمرکي تعرفو لګولو له کبله د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو يا (G-7) له سختو انتقادونو سره مخامخ شو.
په کاناډا کې د دغې ډلې تر غونډې وروسته د کاناډا د ماليې وزير بېل مونرو پرون ناوخته وويل، کوربه هېواد کاناډا او پنځو نورو غړیو هېوادونو لکه بريتانيا، فرانسې، جرمني، ايټاليا او جاپان له منوچن غوښتنه وکړه چې د امريکا د اقداماتو له کبله د دوى پښېمانۍ او نهيلۍ ته ځواب ووايي، دوى وويل دغه اقدامات رغوونکي نه دي.
بلخوا د فرانسې د ماليې وزير برونو لو مارين خبردارى ورکړ چې په راتلونکو څو ورځو کې ښايي يوه تجارتي شخړه پيل شي.
د اوو سترو صنعتي هېوادونو ډلې يا (G-7) تر غونډې وروسته ګډه اعلاميه نه ده خپره کړې چې د دوى ترمنځ د نظر اختلاف څرګندوي.
تمه کېږي د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په ګډون د دې ډلې رهبران راتلونکې اوونۍ بيا په کاناډا کې سره جرګه شي.
خو ولسمشر ټرمپ په ټويټر کې ټينګار کړى چې د امريکا متحدايالتونه په تجارتي ډګر کې له کلونو راهيسې د نورو هېواونو له خوا لوټل شوې چې اوس د هوښيارۍ وخت دى.