دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۵وسله وال وژل شوي
د دفاع د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دا عملیات په ننګرهار، غزني، میدان وردګ، ارزګان، هرات، فاریاب، بغلان، تخار او هلمند ولایتونو کې شوي او هوايي ځواک هم په کې ونډه اخيستې ده.
په اعلامیه کې افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
دغه راز د دولت ضد وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.