په کندز کې یو سیمه ییز قوماندان او دوه ساتونکي یې وژل شوي
د کندز د امنيې قوماندانۍ د امنیت امر صفرمحمد اکبري نن د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نن سهار شااوخوا ۸ بجې ددې ولایت اړوند د چرخ اب په سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان عزیزالله ناصري د له دوه تنو ساتونکو سره د وسله والو مخالفانو په کمین کې وژل شوي او یو تن ساتونکی یې ټپي شوی دی.
د نوموړی په خبره، وسله والو مخالفانو له برېد وروسته له سیمې څخه پښې سپکې کړې دي.
خو تراوسه په دې اړه وسله والو مخالفانو څه نه دي ویلي.