کیم: له اټمي وسلو د کوریا ټاپوزومې د پاکولو پر ژمنه کلک ولاړ دی
د شمالي کوریا مشر ویلي چې له اټمي وسلو څخه د کوریا ټاپوزومې د پاکولو په اړه پر خپله ژمنه کلک ولاړ دی.
کیم جونګ اون دا خبره پرون د روسيي د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په کتنه کې کړې ده.
د شمالي کوریا دولتي اژانس ویلي، کیم په پیونګ یونګ کې له لاوروف سره په خبرو کې ویلي دي چې دی هیله مند دی چې د شمالي کوریا او امریکا شخړه او له اټمي وسلو د کوریا ټاپوزمې د پاکولو موضوع د ګټورو خبرو اترو له لارې په تدريجې ډول حل شي.
د روسيی د بهرنیو چارو وزیر په داسې وخت کې له شمالي کوریا کتنه کړې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د شمالي کوریا یوه لوړ رتبه مسؤل په نیویارک کې خبرې وکړې.
دا خبرې د روانې مې میاشتې په ۱۲ مه په سینګاپور کې د امریکا او شمالي کوریا د ولسمشرانو ترمنځ د تاریخې کتنې د چمتووالي په اړه ترسره کېږي.