سلګونو کورني بې ځایه شویو کسانو د هرات ـ چشت ولسوالۍ لاره وتړله
دغه اعتراض کوونکي وايي، له جدي ستونزو سره مخامخ دي او حکومت يې تورن کړ چې د دوی وضعیت ته پام نه کوي.
دوی له هغو زرګونو کورنیو څخه دي چې په دې وروستيو کې يې له بادغيس، غور او فارياب ولایتونو څخه د دوی په وينا، د وچکالۍ له کبله هرات ولایت ته پناه وړې ده.
دوی وایي:
"نوره لاره نه لرو، ډوډۍ نه لرو، وږي یوو، نو اړ یوو چې لاره بنده کړو، اولادونه مو هره ورځ ناروغه کېږي، نه کلينيک لرو، نه ډاکټر."
په همدې حال کې د هرات ولايت مسئولين وايي، د دغو بې ځايه شويو له نيمايي کورینو سره مرستې شوي او په هرات ولايت کې د بې ځايه شويو کورنيو د سروې د بشپړېدو لپاره هڅې روانې دي.
له بلې خوا د راپورنو له مخې، زرګونه کورنۍ په غزني ولايت کې هم د نا امنیو له لاسه له خپلو کورونو بې ځایه شوي او له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې ويلي چې په ټولو ولايتونو کې د بې ځايه شویو کورنیو سروې دوام لري او له دغو کورنیو سره د مرستې کولو پروسه هم پيل شوې ده.