ټرمپ منلې چې د شمالي کوريا یو لوړپوړی چارواکی نيويارک ته پر لاره دی
ټرمپ نن سې شنبه په یوه ټوېټ کې ویلي چې امریکا له شمالي کوریا سره د خبرو لپاره ډېر ښه ټيم جوړ کړی دی او د سرمشريزې په اړه خبرې دوام لري.
د ټرمپ په ټوېټ کې راغلي:
"د شمالي کوریا مرستيال مشر کيم یونګچل نيويارک ته پر لاره دی او دا زما ليک ته کره عکس العمل دی، مننه!"
کيم د شمالي کوریا د واکمن ګوند د مرکزي کمېټې چې د داخلي چارو مسؤليت لري، مرستيال مشر دی.
د جنوبي کوریا رسنیو مخکې راپور ورکړ چې دی به امريکا ته د مې مياشتې په دېرشمه نېټه چې سبا ده، رسېږي.