عبدالله: په افغانستان کې د جګړې د تمويل سرچينه۴۰سلنه مخدره مواد دي
عبدالله عبدالله نن له سفيرانو او بهرنیو هېوادونو له استازیو سره د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړيوالو مرستو د جلب په خاطر جوړې شوې غونډه کې وويل چې مخدره مواد او ترورېزم مستقيم تړاو سره لري.
ده وويل چې د مخدره موادو د تولید او پروسس پر فابريکو هوايي حملې اغېزمنې ثابتې شوي او د تررويستي ډلو د تمويل سرچينې یې کمې کړي دي.
اجرائیه رئیس زیاته کړه، د افغانستان د جګړې د تمويل له څلوېښتو څخه تر شپېتو فیصده پوري منابع مخدره مواد دي.
ده وویل چې مخدره مواد د نړۍ د ټولو هېوادونو لپاره لوی خطر دی خو ځينو هېوادونو افغانستان په دې برخه کې ډېر مسئول ګڼلی دی، خو ټول هېوادونه باید په دې برخه کې خپل مسئوليت تر سره کړي.