راپور: په افغانستان کې قضايي سيستم ته د ښځو لاسرسی ډېر کم دی
د ښځو پر وړاندې د جنايي جرمونو په خاطر منځګړيتوب په نوم دا راپور له ۲۰۱۵میلادي کاله تر ۲۰۱۷میلادي پورې په ټول هېواد کې له تاوتريخوالي د ژغورل شويو ښځو انفرادي تجربې بيان کړي او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې يې پر بشري حقونو د منځګړيتوب اغېزې په ګوته کړي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تاداميچي یاماموتو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منع قانون چې له ۲۰۰۹میلادي کال راهيسې نافذ دی، په اشاره ويلي:
"حکومت د تاوتریخوالي د مسؤلينو د مجازاتو په برخه کې رغنده کارونه کړي او د ملګرو ملتونو راپور دا تشخيص کړي، خو حقيقت دا دی چې د ښځو پر وړاندې ظالمانه تاوتریخوالی دوام لري."
راپور دا هم ښيي چې منځګړيتوب څه ډول د ښځو مخه نيسي چې عدالت ته لاسرسی ولري او هغوی له خپل اساسي حقونو محروموي.