نتانياهو په سوریه کې د ایراني پوځ د نه حضور په اړه ملاتړ غواړي
نتانياهو وويل چې دی به راتلونکې اوونۍ اروپا ته د سفر پر مهال پر جرمني او فرانسوي مشرانو په سوريه کې د ايران د حضور د کمولو پر مسئله ټينګار وکړي.
په وروستيو مياشتو کې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد ځواکونو د حلب، دمشق او نورو سوريي مرکزونو کنټرول په تر لاسه کولو کې ښه پرمختګ کړی دی.
اسرائيل خبرداری ورکړی چې ايران په سوریه کې خپل نظامي حضور پراخوي.