په ارزګان کې د کابل بانک رئیس او کارکونکي یې وژل شوي
په ارزګان ولایت کې د ملي امینت رئیس عبدالصمد شمس ازادي راډيو ته وویل چې
د ساتونکو مسؤل له یادو کارکوونکو سره لومړی لفظي شخړه کړې او وروسته یې بیا د بانک پر کارکوونکو ډزې کړي چې یادو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
شمس زیاتوي چې دغه پېښه نن ماسپښين شااوخوا یوه بجه رامنځته شوې ده.
نوموړی وايي، د یادې پېښي په تړاو يې د ګارد مسؤل او یوشمېر نور کسان نیولي دي
او څېړنې ترې پیل شوي دي.