دفاع وزارت: په غزني ولایت کې ۳۷وسله وال طالبان وژل شوي
دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن سهار یې رسنیو ته استولې، وايي دا پوځي عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزني ولایت په اندړ، اجرستان، ده یک، قره باغ، خوګیاڼیو او جغتو ولسوالیو کې د هوايي ځواکونو په ملاتړ ترسره شوي او په ترڅ کې یې ۳۷ وسله وال وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي.
وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.