په پکتیا کې د پاکستاني کلدارو د کارولو د مخنیوي کمپاین پیل شوی
د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رئیس نصیر عالمیار نن ازادي راډیو ته وویل چې د دې مقصد لپاره د پکتیا د والي لهخوا یو کمېسیون جوړ شوی چې هره ورځ په بازار کې افغانۍ توزېع کړي.
ښاغلی عالمیار وايي، دغه اقدام د پکتیا ولایت د خصوصي سکټور د غوښتنې له مخې شوی او تصمیم نیول شوی چې وروسته له دې په دغه ولایت په سوداګریزو معاملو کې د پاکستانۍ کلدارو پر ځای افغانۍ وکارول شي.
پاکستانۍ کلدارې د څو سرحدي ولایتونو په ورځنیو چارو کې کارول کېږي چې د پکتیا د سوداګرو په خبره، د اسعارو د تبادلې پر مهال دوی ته زیان رسوونکي دي.