شمالي کوریا د اټمي وسلو د تجربې تونلونه له منځه وړي
ويل کېږي دا کار يې ځکه کړی چې په کوريا ټاپووزمه کې ترينګلی وضعيت ارام شي.
د بهرنيو خبریالانو يوې ډلې ويلي چې دوی د پُنګ يي ري اټمي تجربو په سیمه کې د چاودنو شاهدان دي.
دولتي خبري اژانس KCNA وویل چې د اټمي تجربو ځای په بشپړه توګه له منځه وړل شوی چې د اټمي تجربو د ختمولو پرېکړه تضمين شي.