ځایي مسؤلین: د خوست د ښاروالۍ عواید ۴۰ سلنه لوړ شوي
د خوست ښاروال عبدالبصیر محمدزي نن د چارشنې په ورځ د حساب ورکوونې په یوه غونډه کې وویل، د ښاروالۍ کلني عواید له ۸۰ میلیونو افغانیو ۱۲۰ میلیونو افغانیو ته لوړ شوي او یوازې د ګاډو ۳۵ زره لیتره تېل چې پخوا له ښاروالۍ څخه په غیر قانوني توګه ځينو وکیلانو، زورواکو او مشرانو ترلاسه کول، سپما شوي دي.
نوموړي چې د ښاروالۍ په عمومي فعالیتونو یې خبرې کولې، د فساد د مخینیوي یوه بېلګه دا هم یاده کړه چې پخوا ښاروالۍ ته، د ښار له دخولي دروازو ۱۲ لکه افغانۍ عواید راتلل، خو دا عواید تېره میاشت ۵۲ لکه او روانه میاشت ۴۹ لکه افغانۍ وو.
د ښاروالۍ چارواکي د عوایدو د لوړېدو لاملونه په ښاروالۍ کې اصلاحات او د ځوانو مامورینو جذب، له فساد سره مبارزه او د عوایدو د لوړولو لپاره د ځينو نویو عایداتي سرچینو پیدا کول په ډاګه کوي.
بل خوا د ښار د اتحادیو مسؤلین او سوداګر، شوي کارونه کافي نه بولي او غوښتنه کوي چې ښاروالۍ باید د ښاري خدمتونو په وړاندې کولو، ټولنیزو برنامو او د عوایدو په راټولو کې تر دې هم فعاله شي.