د جرمني د بهرنیو چارو وزیر نن له امریکايي چارواکو سره ګوري
اټکل کېږي چې د دوى بحثونه به د ايران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د ٢٠١۵مېلادي کال له اټمي تړون څخه د واشنګټن د وتلو پر عواقبو متمرکزې وي.
ماس به په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پامپيو او د سپينې ماڼۍ له امنيتي سلاکار جان بولټُن سره وګوري.
دا کتنه په داسې حال کې کېږي چې امريکا دوې ورځې مخکې وويل چې پر ايران به په تاريخ کې تر ټولو شديد بنديزونه ولګوي.
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې پر دغه اټمي تړون يې له اوږدې مودې راهيسې انتقادونه کول، ويلي چې تهران د باليستيک توغنديو په ازمويلو او په سيمه کې د افراطي فعاليتونو په ملاتړ د دغه تړون له موادو سرغړونه کوي.