افغان او پاکستاني عالمان د افغانستان د جګړې په اړه بحث ته کېني
نور پاچا حماد نن دوشنبه ازادي راډيو ته وويل، پر دې خبرې روانې دي چې د دغو عالمانو يوه غونډه په افغانستان او بله په پاکستان کې وشي.
دی زیاتوي:
"علماء د داسې کنفرانسونو له لارې هڅه کوي چې نړۍ ته تصور ورکړي چې د دغه جنګ شا ته علماء نهدي، بلکې دا جګړه ديني جنبه نهلري او سياسي استخباراتي جنګ دى."
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ديني عالمانو دوه اوونۍ مخکې په اندونيزيا کې په خپله غونډه کې د افغانستان پر روانې جګړې بحث وکړ.
په هغه غونډه کې د کوربه هېواد ديني عالمانو هم برخه اخيستې وه.
د دوى د کنفرانس د پاى په ګډه اعلاميه کې په افغانستان کې د سولې او پخلاينې لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني د وړانديز ملاتړ شوى و.