بغلان: د تښتول شويو هندي انجنيرانو د موندنو هڅې نتيجه نهده ورکړې
دوى د بغلان د يوه برښناکوټ په پروژه کې کار کاوه چې څه باندې ٢ اوونۍ مخکې د پلخمري ښار په مربوطاتو کې د نامعلومو وسلهوالو لهخوا وتښتول شول.
د بغلان والي عبدالحى نعمتي ازادي راډيو ته وويل چې د دغو هندي وګړو د خوشې کېدو لپاره د قومي مخورو او مشرانو په مرسته هڅې روانې دي.
که څه هم د بغلان چارواکي وايي، په دې پېښه کې وسلهوال طالبان لاس لري، خو وسلهوالو طالبانو دا مسئله تأييد کړې نهده.