خوګیاڼی: د رمضان کپ سیالیو د اتلولۍ جام د زهیر زوی ته ورکړل شو
د ننګرهار والي او ګڼو مدني فعالانو په جلالاباد ښار کې د رمضان کپ سیالیو د اتلولۍ جام له کومې لوبې پرته د هدایتالله زهیر زوی ته ورکړ.
هدایتالله زهیر مدني فعال او د کرکټ لوبو تنظیموونکی و چې د جمعې په شپه د کرکټ پر سټډیوم په برید کې ووژل شو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د هدایتالله زهیر او نورو وژل شویو کسانو د یادښت د مراسمو په اړه چې پرون شپه په کرکټ سټډیوم کې جوړ شوي و ازادي راډیو ته وویل:
"د شهید هدایتالله زهیر د یاد پهپار هغه کپ چې باید د دې لوبو بریالي ټیم ته ورکړل شوی و پرته له دې چې کومې لوبې ترسره شي، د ننګرهار د والي له لوري د شهید زوی ته ورکړل شو."
د جمعې په شپه په جلالاباد کې د کرکټ په سټډیوم کې په درې پرلهپسې چاودنو کې پر هدایتالله زهیر سربېره اووه کسان ووژل شول او نږدې ۵۰ تنه نور ټپیان شول.
د ننګرهار د والي ویاند ښاغلي خوګیاڼي وویل چې د دې بریدونو جدي پلټنه روانه ده.