چارواکي: په کندز کې د اقتپې بازار له طالبانو ونیول شو
د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري نن یکشنبې ازادي راډیو ته وویل چې د آقتپې بازار د افغان ګډو ځواکونو له خوا د طوفان اته په نوم تصفیوي عملیاتو کې چې تېره ورځ پیل شوي او تراوسه دوام لري، ونیول شو.
ښاغلي تیموري وسله والو مخالفینو ته د زیاتې مرګ ژوبلې د اړولو خبره کړې خو په دې اړه یې دقیق ارقام نه دي ښودلي.
له سیمې د ازادي راډیوخبریال وایي، څلور ورځې وړاندې د قلعه زال ولسوالۍ د آقتپې بازار د دوهم ځل لپاره د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلی و.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.