قرلق: جنرال دوستم به ډېرژر هېواد ته راستون شي
عبدالله قرلق دغه څرګندونې نن ازادي راډیوته وکړې او ویې ویل:
"که څه هم د ولسمشر په اجنډا کې له جنرال دوستم سره کتنه شامله وه خو ولسمشر د افغانستان د وضعیت په خاطر ژر بېر ته هېواد ته ستون شو او له هغه سره یې په ټیلفون خبرې وکړې او دواړه وطن ته د بېر ته ستنېدو په وړاندې پرستونزو وغږېدل او یوه توافق ته ورسېدل، ښاغلی دوستم ښایي په لسو ورځو کې بېر ته افغانستان ته ستون شي."
عبدالرشید دوستم چې د جوزجان له پخواني والي احمد ایشچي سره په ناوړه سلوک تورن دي، له دې مخکې یې هم افغانستان ته د بېر ته ستنېدو څوځلې خبرونه ورکړل شوي و.
د افغانستان جمهوري ریاست تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ولسمشر غني د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان په بېړنۍ غونډه کې چې د فلسطین مسئلي ته ځانګړې شوې وه، د تېرې جمعې په ورځ د استانبول په سرمشریزه کې ګډون کړی و.