روسی جاسوس سرګي سکریپال له روغتونه رخصت شو
سرګي سکريپال او د هغه لور يوليا د مارچ پر څلورمه د انګلستان په جنوبي ښار سالزبري کې په بېسد حالت کې وموندل شول.
يوليا تېره مياشت له تداوۍ وروسته له روغتونه رخصت کړاى شوه.
په هغه پېښه کې د پوليسو يو افسر هم چې د سکريپال مرستې ته ورغلى و، په نښه شوى و، چې هغه هم له روغتون څخه رخصت شوى دى.
د بريتانيا چارواکو نه دي ويلي، چې سکريپال او لور يې چېرې لېږدول شوي دي.