دُرانی: د کندهار په معروف ولسوالۍ کې ۱۲ طالبان او ۴ پولیس وژل شوي
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دُراني ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه ناوخته په معروف ولسوالۍ کې د ملي پولیسو پر یو شمېر پوستو حمله وکړه.
د دُراني په وینا په دغه جګړه کې چې تر سهاره يې دوام کړی، څلور پولیس او ۱۲ وسلهوال وژل شوي، شپږ پولیس او ۱۲ وسلهوال ټپیان شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.