پوهنې وزارت د وضعیت تر سمېدو په فراه کې ښوونځي رخصت کړل
د افغانستان د پوهنې وزارت د خپرونو رئيس د ښوونځيو د تعطيل لامل په فراه ولايت کې امنيتي اندېښنې ښودلي او ويلي چې په دغه ولايت کې د امنيتي وضعيت له ښه کېدو وروسته به ښوونځي بيرته پرانیستل شي.
کبير حقمل وويل:
"د پوهنې وزارت په دې باور دی چې په درسونو کې ځنډ پر زده کړو منفي اغېز لري، دا چې د زده کوونکو او ښوونکو ژوند او امنيت موږ ته ډېر مهم دی او په دې خاطر چې دوی له نښتو خوندي پاته شي، موږ پرېکړه وکړه چې د ناامنیو تر ختمېدو پوري ښوونځي وتړل شي."
په فراه کې نا امني د سې شنبې له سهاره پیل شوه او تر اوسه دوام لري.
اوسمهال افغان امنیتي ځواکونه د هوايي قواوو په ملاتړ په فراه ولايت کې د حکومت ضد مخالفانو د تهديدونو پر وړاندي دفاع کوي.