د فراه والي په فراه ښار کې وضعیت ارام دی
د فراه والي عبدالبصير سالنګي نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه داسې وويل:
"د دولتي ځواکونو تر منځ يو سوئتفاهم رامنځته شوی وو چې دوربينو يې ربط سره لاره او یو بل يې ليدلي او د مخالف فکر یې کړی دی، فايرونه شوي، د شپې له پيل راهيسي تر اوسه تلاشۍ روانې دي، تر اوسه هېڅ شی نه دی موندل شوی چې ګواکي طالب دې دلته وي، يوازي زموږ د واحدونو تر منځ د تېروتنې ډزې شوي."
تېره شپه په فراه ولايت کې د نښتو راپورونه راغلي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په ورځ وسلهوالو طالبانو پر فراه ښار ډلهییزې حملې وکړې او ان د لنډ مهالي لپارهیې د فراه د مرکز ځینې سیمې هم ونیولې.
افغان چارواکو تېره ورځ وویل چې په جګړه کې وسلهوسله والو طالبانو ته د درنو تلفاتو له اوښتو وروسته دوی په شا تمبول شوي دي.