په هېواد کې تقریباً ۲۰ میلیونه څاروي د وښو له کموالي سره مخ دي
د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې د سږ کال وچکالۍ د څارویو په ګډون کرنه هم زیانمنه کړې ده.
ښاغلي دراني وویل چې په ۱۵ ولایتونو کې د وچکالۍ ۶۰ فیصده، په ۶ ولایتونو کې ۴۰ او په ۱۳ نورو ولایتونو کې ۲۰ فیصده خطر موجود دی.
ښاغلي دراني دا هم وویل چې ځينو ولایتونو تهيې چې په دې برخه کې له ډېر خطر سره مخ وو، یوه اندازه واښه هم استولي دي.