پارکر: روسيه داسې تهاجمي او ورانکاره اقدامات کوي چې خطر زېږوي
په برلين کې د «Mi-5» مشر اندريو پارکر وويل، روسيه داسې تهاجمي او ورانکاره اقدامات کوي چې خطر زېږوي.
پارکر دا څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې چې جرمني يې کوربهتوب کاوه او د بريتانيا تر څنګ د دغه هېواد د استخباراتو محلي ادارې د يوه برحال مشر لومړۍ عامې څرګندونې دي.
پارکر وويل، په مارچ مياشت کې د روسيې پر پخواني جاسوس سرګي سکريپال او د هغه پر لور يوليا د اعصابو په فلجوونکو مادې حمله، يو قصدي عمل و.
د ده په وينا، دا له نړيوالو اصولو څخه د مسکو ښکاره سرغړونه وه.
مسکو په هغه پېښه کې خپل دخالت رد کړى دى.