د غزې په سرحدي سیمه کې د اسرائيلي پوځ په ډزو ١٨ فلسطينيان وژل شوي
د وزارت په حواله، په دغو مظاهرو کې لږ تر لږه ٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.
د حماس افراطي ډلې چې له ٢٠٠٧میلادي کال راهيسې پر غزې کنټرول لري، په وروستيو شپږو اوونيو کې د پيل شويو مظاهرو مشري کوي.
د دغو مظاهرو هدف د هغو قلمروونو د محاصرې ماتول دي چې اسرائيل نيولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا متحد ايالتونه په پام کې لري چې خپل سفارت په څو شېبو کې له تل ابيب څخه بيت المقدس ته ولېږدوي.
بل خوا د امريکا د خزانې وزير سټيفن منوچن پرون یکشنبه د اسرائيل د بهرنيو چارو وزارت له ودانۍ بهر وويل:
"د امريکا متحد ايالتونه تر اسرائيل بل ستر شريک نه لري."
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د روان ميلادي کال په لومړيو کې ويلي وو چې واشنګټن وېشل شوى بيت المقدس د اسرائيل د پلازمېنې په توګه په رسميت پېژني.
فلسطينيان غواړي چې ختيځ بيت المقدس د دوى د راتلونکي دولت پلازمېنه وي.