عامو افغانانو ته په کابل کې د برښنایي تذکرو ۴ مرکزونه پرانیستل کېږي
په کابل کې دغه لومړنی مرکز د شنبې په ورځ په کارته چهار سیمه کې پرانیستل شو.
د برښنایي تذکرو د وېش بهیر شااوخوا دوه اوونۍ مخکې په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني له لورې پیل شو او ولسمشر، لومړۍ مېرمن، د ولسمشر مرستیال او یو شمېر نورو چارواکو برښنایي تذکرې واخیستې، خو عام ولس لا هم دغو تذکرو ته انتظار باسي.
که څه هم اجرائیه رئیس په همدې ورځ د برښنايي تذکرو له ویش سره مخالفت څرګند کړ، خو د وګړو د احوالو د ثبت مرکزي اداره وايي، دغه بهیر خپل ټول قانوني پړاونه بشپړ کړي او د چا غیر قانوني غوښتنې نهشي درولی.
د نفوس د ثبت د ادارې ویندوی روح الله احمدزي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې شپږ میاشتې به د دغو تذکرو د وېش بهیر په کابل کې مخ ته یوسي او وروسته به یې د نورو ولایتونو مرکزونو او ورپسې ولسوالیو ته وغځوي.
احمدزي همداراز وویل چې ټولو افغانانو ته به له ۳ تر ۵ کلونو پورې برښنایي تذکرې ورکړای شي.