قادري د مستر المپیا او ارنولډ کلاسیک سیالیو ته لار پیدا کړه
د افغانستان د المپیک کمېټې او د بدن ښکلا فدراسیون رئیس باور هوتک نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان باډي بلډر ښاغلي قادري په ۹۵ کیلو ګرام وزن کې د ابوظبي د «IFBB» کلاسیکو سیالیو کې تر ګډون وروسته د حرفوي سیالیو کارت ترلاسه کړ.
د «IFBB» کلاسیکې سیالۍ د ۶۰ هېوادونو د ۶۵۰ لوبغاړو په ګډون په عربي متحده اماراتو کې ترسره شوي.