کرنې وزارت په ۳۰زره هکتاره ځمکه کې نوي باغونه جوړوي
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه باغونه د باغدارۍ د ملي پالیسۍ له مخې جوړېږي.
نوموړی زیاتوي چې په دې سره به د افغانستان د مېوو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې تېرکال افغانستان د ۸۷۶ میلیون ډالرو په ارزښت بهرته صادرات لرل چې ۸۵ سلنه یې کرنیز توکي وو.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال د افغانستان پر ۲۸۲ زره هکتار ځمکه باغونه موجود دي.