له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۲۹ کسان د قاچاق په تور نیولي
په هغه خبرپاڼه کې چې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له خوا ازادي راډیو ته رسېدلې، راغلي چې له دې ۲۹ کسانو څخه ۱۱ تنو یې غوښتل چې په خپلو بکسونو او خېټو کې ځای پر ځای کړي نشه يي مواد د حامد کرزي هوايي ډګر له لاري د هند پايتخت ډهلي ته قاچاق کړي.
له نیول شویو کسانو څخه تر ۴۲ کیلو ګرامو ډېر هیروئین، ۱۵۸ کیلو ګرامه تاریاک، ۹۴ کیلو ګرامه چرس، څلور کیلو ګرامه کېمیاوي مواد، ۹ کیلو ګرامه شیشه او ۳۰۰ ټابلېټ کا ګولۍ نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه محکمې په تېره یوه اوونۍ کې ۱۳ کسان تر ۱۵ کالو پورې په بند محکوم کړي دي.