حبیبي: په خوست کې د وروستیو پېښو عاملان نیول شوي
دوی زیاتوي، وړمه اوونۍ د ناپېژاندو وسله والو لخوا د «بي. بي. سي» راډیو خبریال احمدشاه او په تعقیب کې د خوست ښار د یعقوبیو اډې په جومات کې د بمي چاودنې له کبله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې د چارواکو په وینا د دواړو یادو پېښو عاملان نیول شوي دي.
نن د پنجشنبې په ورځ د خوست والي حکم خان حبیبي یوې ولسي غونډې ته چې د ولسمشر یو شمېر سلاکارانو او ځايي چارواکو په کې برخه اخیستې وه، وویل چې دوی رسنیو او خلکو سره د دواړو پېښو د عاملانو د نیولو ژمنه کړې وه او نن افغان کشفي او امنیتي ادارو دا ژمنه پوره کړه.
ښاغلي حبیبي زیاته کړه:
"نن به تاسو ته دومره ډاډ درکړم چې للحمد د خپلو امنیتي او کشفي ادارو په هلو ځلو سره نن د دواړو پېښو عاملین نیول شوي، تر تحقیقاتو لاندې دي چې د تحقیقاتو تر بشپړولو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي."
د خوست والي په دې برخه کې د نیول شویو کسانو په اړه ډېر توضیحات ورنه کړل، خو ويې ویل چې ډېر ژر به په دې برخه کې پوره مالومات له رسنیو سره شریک کړي.
بلخوا کتونکي د امنیتي او کشفي ادارو دا لاسته راوړنه ستایي او زیاتوي چې د امنیتي پېښو د زیاتېدو یو لامل دادی چې قانون ماتونکي د پېښې تر پوره روښانتیا نه تعقیږي چې له کبله يې دا ډول خلک په بیا-بیا ورته پېښې کوي.