چارواکي: په فاریاب کې وسلهوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
د دې قول اردو ویاند حنیف رضایي په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغو عملیاتو کې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په المار، غورماچ، پشتونکوټ او دولتاباد ولسوالیو کې ترسره کړي چې ۶۱ وسلهوالو طالبان پهکې وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا، په دې عملیاتو کې د عزتالله، محمدالله او ملا اسدالله په نومونو د طالبانو درې مهم قوماندانان هم وژل شوي دي.
هغه افغان امنیتي ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نهدي ویلي، خو طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې افغان امنیتي ځواکونو ته د ډېرو تلفاتو د رسولو ادعا کړې چې افغان چارواکي یې ردوي.