عراقي الوتکو د سوریې په ختیځ کې د داعش د قوماندې یو مرکز بمبار کړی
د عراق حکومت له تېرکال راهیسې د سوریې د ولسمشر او د داعش په وړاندې د مبارزې لپاره د امریکا په مشرۍ ائتلاف په منظورۍ د اسلامي دولت ډلې پرضد هوایي حملې پیل کړې دي.
د عراق صدراعظم په تېره ډسمبر میاشت کې پر داعش د بري اعلان وکړ.
خو له سوریې سره د پولې په اوږدو کې د داعش یوشمېر ډلې تراوسه عراق ګواښي او په وروستیو کې یې د دې هېواد په مختلفو برخو کې حملې ترسره کړې دي.