د جوزجان په اقچه کې یوې ۱۸ کلنې نجلۍ ځان وژلی
د جوزجان د ښځو چارو رئیسې نجیبې قریشي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د اقچې ولسوالۍ دا اوسېدونکې فوزیه نومېده چې له دولسم ټولګي فارغه وه او کار یې کاوه.
د قریشي په وینا، د فوزيې د ځان وژنې علت لا نه دی څرګند، خو په ابتدايي رپوټونو کې څرګنده شوې چې هغې بېګا په توفنګچه ځان ویشتی دی.
د جوزجان د ښځو چارو رئیسې وویل چې په وروستۍ یوه نیمه میاشت کې دا په هغه ولایت کې د ښځو د قتل او ځان وژنې څلورمه پېښه ده.