چارواکي: د کندهار په دامان کې په یوه حمله کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي
په حمله کې د شپږو بهرنیو عسکرو او دوو افغان عسکرو په ګډون، ۱۷ ملکي وګړي زخمیان شوي دي.
د کندهار د امنیې قوماندان د دفتر مسئول نن د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې حمله د افغانستان د امنیتي ځواکونو یوې پوستې ته نېږدې وشوه.
د کندهارد دامان ولسوالۍ د عبدالله کاریز په سیمه کې د نننۍ حملې ځای ته نېږدې د خلکو کورونه وو او له امله یې زیات کوچنیان وژل شوي دي.
د حملې مسؤلیت چا نه دی اخیستی.