په هرات کې یوه ۶۰کلن خطاط خپل آثار نندارې ته وړاندې کړل
له هراته د آزادي راډیو خبریال وایي، شپېته کلن عبدالرشید حمیدي د خطاطۍ د مختلفو ډولونو ۴۵ هنري آثار په دغه نندارتون کې ایښې دي.
ښاغلي حمیدي آزادي راډیو ته وویل چې دا یې د خطاطۍ د څلوېښتو کلونو نتیجه ده.
ښاغلی حمیدي چې د هرات په یوه جومات کې ملادی او خلک یې د دیني عالم په توګه پېژني وایي چې خطاطي یې خپل پلاره زده کړې ده.