شمالي کوریا وايي د خپلو اټمي ازموینوځای بنده وي
دغه څرګندونې د جنوبي کوریا د ولسمشر یوه ویندوی یون یانګ چن نن یکشنبه خبریالانو ته وکړې.
هغه وویل، کیم دا هم ویلي چې ژر به د جنوبي کوریا او امریکا متخصصان ور وبولي چې د اټمي ازموینو د تاسیساتو د بندولو بهیر له نېږدې وویني او نړیوالو ته یې څرګند کړي.
د توکیو اندېښنو ته په پام سره چې د شمالي او جنوبي کوریاوو ترمنځ د روغې جوړې په دغه بهیرکې جاپان له پامه غورځول شوی، د جنوبي کوریا د ولسمشر ویاند دغه راز وویل چې د شمالي کوریا مشرڅرګنده کړې چې جاپان سره هرکله خبرو ته تیاردی.
کیم د جنوبي کوریا له ولسمشر سره د جمعې د ورځې په تاریخي کتنه کې ژمنه وکړه چې د کوریا ټاپووزمه به له اټمي وسلو پاکه او هڅه به وکړي چې د کوریا جنګ رسماً پای ته ورسوي.