د زابل په شاجوۍ کې یو ځانمرګی بریدګر هدف ته ترسېدو مخکې وژل شوی
ځانمرګي بريد کوونکي غوښتل د زابل په شاجوۍ ولسوالۍ کې د يادې ولسوالۍ د ملي امنیت پر مدير او امنیه قوماندان ځانمرګی بريد وکړي چې له سیمې څخه د امنیتي ځواکونو د تېرېدو پر مهال هغوی ځانمرګی بريد کوونکی پېژندلی او له منځه يې وړی.
د زابل د شاجوۍ ولسوال وزير محمد جوادي وویل چې د ځانمرګي بريد کوونکي په چاودنه کې دوه پوليس هم سربېرن ژوبل شوي، خو په خبره يې بل چاته زيان نه دی رسېدلی.
نوموړي وویل چې پېښه نن غرمه دولس بجې د شاجوۍ ولسوالۍ په مرکز کې شوې.
بلخوا په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي راغلي چې د زابل د شاجوۍ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال مرستیال امين هم تېره شپه په شاجوۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو په هوائي بريد کې وژل شوی او يو ميل سلاح او موټرسایکل يې هم له منځه وړل شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه د دغو دواړو پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.