حکومت د جبل السراج د سمنټو فابریکې د جوړولو داوطلبۍ ته چمتووالی لري
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د جبل السراج د سمنټو د فابریکې جوړولو د داوطلبۍ پروسیې د بیا پیلېدو لپاره، بشپړ چمتووالی لري.
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، په دې اړه د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا په وروستۍ غونډه کې هم بحث شوی.
د یادې فابریکې د جوړولو د داوطلبۍ پروسه د افغانستان لوژستیک د لیګو خدمتونو کنسرسیوم ته ورکړل شوې وه چې د قرارداد تر بیا کتنې وروسته، د کانونو او پټرولیم وزارت په کې ځینې ستونزې په نښه کړې.
ولسمشر محمد اشرف غني لارښوونه کړې چې د کانونو او پټرولیم وزارت له وړاندیز سره سم دې دغه قرارداد بیا ځلي د داوطلبۍ اعلان ته وړاندې شي.