له پاکستان سره د ډنډ پټان د لارې تړل کېدو افغان سوداګر زیانمن کړي
د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس وايي، له پاکستان سره د ډنډ پټان سوداګریزې لارې د تړل کېدو له امله، افغان سوداګرو ته له دې درکه نېږدې درې میلیونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.
د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس نصیر عالمیار نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، د لارې د تړل کېدو له امله سلګونه موټر بند پاتې دي او د دوی مالونه د له منځه تلو په حال کې دي.
نوموړي وویل، په دغو مالونو کې تر ډېره سبزيجان او مېوې دي.
ښاغلي عالمیار له افغان حکومته غواړي چې د دغې لارې د خلاصېدو لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ دغه لار په دې ورستیو کې د افغان او پاکستاني پوځیانو تر منځ تر نښتې وروسته تړل شوې ده.