نا معلومو وسله والو په جنوبي وزیرستان کې ۴ مزدوران په ډزو وژلي
افغان پولې ته څېرمه د جنوبي وزیرستان په قبایلي سیمه کې چارواکي وايي، نامعلومو وسله والو ددې ایجنسۍ په لدها سیمه کې لږترلږه ۴ مزدوران په ډزو وژلي دي.
پاکستاني رسنۍ د جنوبي وزیرستان د ځايي امنیتي چارواکو په حواله وايي، دا پېښه د شنبې په ورځ سهار رامنځته شوې چې په نتیجه کې یې بریدګر تر برید وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.
که څه هم رسنۍ وايي، د بریدګرو په ډزو کې وژل شوي کسان کارکوونکي دي، خو دا یې نه دي ویلي چې دغه کسان په سیمه کې پر څه بوخت وو او نه یې هم د هغوی د هویت په اړه څه ویلي دي.
د جنوبي وزیرستان ځايي حکومتي چارواکي وايي، امنیتي سرتېري تر پېښې وروسته سیمې ته رسېدلي او تحقیقات یې پیل کړي دي.
جنوبي وزیرستان افغان پولې ته څېرمه قبایلي سیمه ده چې له شمالي وزیرستان سره نښتې پوله لري او یو وخت د پاکستاني طالبانو په ګډون، د ګڼ شمېر نورو وسله والو ډلو پیاوړی مرکز ګڼل کېده.
په جنوبي وزیرستان کې دغه پېښه تر هغې وروسته رامنځته شوې چې تېره ورځ د شمالي وزیرستان د تحصیل غلام خان په سیدګۍ سیمه کې د یوه واده پر وراباڼيو لاسي بمونه ورغورځول شوي وو چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۲ کسان مړه او د ماشومانو په ګډون پکې ۳۳ نور ټپیان شوي وو.
د یادونې وړ ده چې په دغو قبایلي سیمو کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو مسؤلیت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو پخوا به په دغو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو او نورو بریدونو مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان مانه.