د پاپ موسیقۍ «ABA» ډلې تر ۳۵کلن ځنډ وروسته بیا سندرې ثبت کړې
د پاپ موسیقۍ ډېرې پېژندل شوې ډلې،ابا «ABA»تر تقریباً پينځه دېرش کلن ځنډ وروسته، اعلان وکړ چې نوې سندرې یې ثبت کړې دي.
د موسیقي د دې پېژندل شوې ډلې غړیو پرون جمعه پر انستګرام اعلان وکړ چې دوې نوې سندرې چې یوه یې "زه لا هم پر تا باور لرم" نومېږي، ثبت کړې او ډېر ژر به خپرې شي.
د «ABA» څلور کسیزې ډلې په ۱۹۷۴مېلادي کال کې د اروپا د غوره سندرو سیالي، اېرو وېژن ګټلې وه.
د هغوی څو سندرې، ډانسنګ کوین، واټرلو او فریناندو په نړۍ کې پېژندل شوي او ملیونونه کسټونه یې خرڅ شوي دي.
ABA سویډنۍ ډله وه او په ۱۹۸۲ مېلادي کال کې سره وشیندل شوه.
د دې ډلې غړیو هغه وخت ویلي و چې بیا هېڅ کله سندرې نه بولي.