ټرمپ وايي ایران به هېڅ کله اټمي وسلې تر لاسه نه کړي
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ ټينګار کړی چې ایران به اټمي وسلې ترلاسه نه کړي.
خو ټرمپ په دې اړه خبرې ونه کړې چې که په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ شوې موافقه لغو شي، له اټمي وسلو د تهران د منع کولو لپاره څه اقدام کولائ شي.
ټرمپ پرون جمعه د جرمني له صدراعظمې، انګېلامرکل سره په ګډه خبري غونډه کې وویل:
"زه پردې چې د ایران پر ضد به له پوځي قوې کار واخلم یا نه، خبرې نه کوم، خو درته ویلائ شم چې هغوی به اټمي وسلې جوړې نه کړي، تاسو پردې یقین ولرئ."
دا په داسې حال کې ده چې ډونالد ټرمپ د مې میاشتې تر دولسمې نېټې د نړیوالو قدرتونو او ایران ترمنځ د اټمي موافقې د نیمګړتیاو د اصلاح یا له موافقې د امریکا د وتلو لپاره مهلت ورکړی و.
د موافقې پراساس، ایران د اقتصادي بندیزونو د کمېدو په بدل کې د خپلو اټمي هڅو د محدودولو ژمنه کړې خو ډونالد ټرمپ په مکرر ډول پر موافقه نیوکې کړې او ویلي یې دي چې په موافقه کې نیمګړتیاوې شته چې که اصلاح نه شي، امریکا له موافقې وزي.
د موافقې نورو اړخونو لکه جرمني، بریتانیې، فرانسې او چین پر واشنګټن غږ کړی چې له موافقې دې نه وزي او ویلي يې دي چې دا د اټمي وسلو له جوړولو د ایران د منع کولو تر ټولو غوره لار ده.
د جرمني صدراعظمې پرون وویل چې له تهران سره شوې موافقه یو ابتدايي ګام دی چې دایران اټمي فعالیتونه يې سوکه کړي دي.
هغې وویل چې حکومت به یې له واشنګټن سره په دې اړه خپل تماس ټینګ وساتي.