د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې موټر بم حمله شوې
د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ملي اردو یوې قرارګاه ته څېرمه موټر بم حمله کې څلور ملکي وګړي او یو د اردو سرتېری وژل شوي دي.
د هلمند والي له فتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دغه موټر برید چې نن سهار شااخوا اته بجې د نادعلي ولسوالۍ په لوی باغ څلور لارې کې شوی ۷ملکي وګړي او ۳ افغان سرتېري ټپیان کړي دي.
اعلامیه وايي چې د پېښې ټپيان د هلمند ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي دي.
پخواني معلومات
د نادعلي ولسوالۍ لوی باغ سیمه کې نن سهار د ملي اردو د دوهم کنډک د یوې قرارګاه قرول ته څېرمه مازدا موټر بم برید شوی دی.
د هلمند د والي د اړیکو مسئول زاهد اتل رسنیو ته ویلي دي چې په دې برید کې یو ملکي کس وژل شوی او یوه ښځه او دوه د ملي اردو سرتېري ټپیان شوي دي.
تر دامهاله ددغه حملې پړه چا په غاړه نه ده اخیستي.