ننګرهار چارواکي: په خوګياڼو کې شپږ طالبان وژل شوي
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي نن ازادي راډيو ته وويل چې دا عملیات پرون بنجشنبه ماښام شوي دي.
د خوګياڼو ولسوالۍ په ادوړ سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو له لوري عملیات ترسره شوي دي. د زرين په نوم د یوه ماين جوړوونکي په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ده په وينا، په دغو عملیاتو کې يو وسله وال طالب ټپي شوی او دوه نور مشکوک کسان نيول شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.